Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سیمې په هېوادونو کې د افغان پانګوالو مېلیارد ډالري پانګونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي طلوع‌نیوز ته وايي چې افغان پانګوالو په ترکیه، متحده عربي اماراتو، ایران او پاکستان کې څه باندې ۱۵۰ مېلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

د ښاغلي عزیزي په وینا، دغو پانګوالو یوازې په ترکیه کې نږدې ۹۵ مېلیاره ډالره پانګونه کړې او اسلامي امارت کوښښ کوي، پانګوالو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي چې خپلې پانګې هېواد ته را ولېږدوي.

نورالدین عزیزي په دې هکله وايي:«په ایران کې تر ټولو ستره پانګونه افغانانو کړې ده، البته په پاکستان کې د هغو ناکره شمېرو پر بنسټ چې موږ یې لرو، په پاکستان کې یې ۳ مېلیارده ډالره پانګونه کړې ده. او له اماراتو چې کره شمېرې لرو ۵۵ مېلیاره ډالره پانګونه په کې شوې ده.»

ورته مهال، په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا رییس بیا وايي، د پانګونو د جلب په موخه باید د پانګوالو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل وايي:«تاجر هر وخت د سولې سالار دی او هغه له حکومته بل هېڅ شی هم نه غواړي یوازې امنیت غواړي چې ان‌شاالله اوس له پخوانه امنیت ډېر ښه دی، بل باید فساد او بډې ورکې وي. هغه الحمدالله له پخوانه ډېر کم شوی دی. نو بس د دغو شیانو زمینه دې ورته برابره کړي، ان‌شاالله چې درځي او بله دا چې تاجر باید بانکي اسانتیاوې ولري چې توکې پرې واخلي، توکي راوړي، پیسې ولېږدوي.»

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان هم څرګندوي:«په خپله افغانستان کې د پانګونې وړتیا شته، کاري فرصتونه شتون لري، موږ هیله من یوو چې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي، څو د افغانانو پانګې په خپله افغانانو کې جذب او همدلته پرې پانګونه وشي.»

تر دې مخکې، د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته کورنیو او بهرنیو پانګوالو یوازې د کانونو په برخو کې څه باندې ۷ میلیارده ډالر پانګونه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه