Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر هېواد ته د افغان پانګوالو د پانګې پر را انتقال ټینګار کړی

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره په کتنه کې افغانستان ته  د پانګوالو د شتمنیو پر راانتقال ټینګار کړی دی.

مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، دمګړۍ په هېواد کې پانګوالو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوي او په وینا یې سوداګر او پانګوال کولی شي خپلې شمتنۍ هېواد ته راولېږدوي او په بېلابېلو برخو کې پانګونې هم وکړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر و ویل: «هغو افغانانو چې له هېواده بهر پانګونه کړې ترې غواړو چې خپل هېواد ته راشي او دلته پانګونه وکړي. دلته ګټه ډېره او مالیه کمه ده او ورسره نورو افغانانو ته هم کاري فرصتونه پیدا کیږي.»

له دې سره سم، د ريیس الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دمګړۍ لسګونه کورني او بهرني شرکتونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر ۱۰ میلیارد او ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونو غوښتونکي دي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي و ویل: «موږ خپلې ټولې حقوقي غوښتنې په خپلو ګاونډیانو نشو منلی ځکه دلته یوه حقوقي تشه ده چې زموږ هېواد باید په رسمیت وپېژندل شي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، د هېواد په بازارونو کې د غوښتنو راټيټېدل د دې لامل شوي؛ په هېواد کې د پانګونو بهیر پیکه شي.
 
د اقتصادي چارو شنونکي، سید مسعود و ویل: «د افغانستان د لګښتونو کچه ډېره ټیټه ده او په بازارونو کې د لګښتونو غوښتنې هم کمې دي او د دې له امله دی چې په افغانستان کې کار کم دی. هغه شمېر ښځې چې بېکاره شوي دي د هېواد د ناخالصو تولیداتو ۲۴ سلنه جوړوي او ښایي نقدینګي هم زیاته شوې وي.»

تر دې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست طلوع نیوز ته ویلي وو چې، افغان پانګوالو یوازې په ترکیې او متحده عربي اماراتو کې د ۱۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه