Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نورالدین عزیزي: تر راتلونکو درې کلونو ځان بسیاینې ته رسو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي چې د نړۍ له شپیتو هیوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې شوې دي.

نور الدین عزیزي د طلوع نیوز په یوې مناظره کې ویلي، اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راوروسته د اقتصاد او سوداګرۍ د پراختیا په موخه ځینې پروګرامونه پیل کړل.

د هغه په خبره، تر راتلونکو درېیو کلونو به افغانان پر بشري مرستو تکیه نه وي او په وینا یې افغانستان به تر راتلونکو درېیو کلونو پر ځان بسیا شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي و ویل: «په راتلونکو درې کلونو کې موږ د ځان بسیاینې په لور ځو، د خپلې سوداګرۍ توازن هم برابروو. له دې مخکې هم ځو خو زه یې ژمنه نه کوم.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاتوي، اسلامي امارت هڅې کوي؛ څو خپله ټوله بودجه له کورني عوایدو برابره کړي او په وینا یې د کرنې، صنعت او کانونو د ودې لپاره هم کار روان دی.
د نوموړي په وینا، د هېواد کانونه د افغانستان شرایطو ته په کتو په قرارداد ورکول کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي و ویل: «زموږ د داخلي عواید څخه باید زموږ ټوله بودجه تمویل شي، د بهرنیو مرستو څخه نه. موږ باید بهرنیو مرستو ته اړتیا پیدا نه کړو، زموږ اوسنۍ بودجه زموږ د خپلو کورنیو عواید څخه ده.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې مناظره کې زیاته کړې چې، دمګړۍ افغانستان له ۶۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري او دغه سوداګري تر ډېره له هند، چین او پاکستان سره ده او له منځنۍ آسیا او همداراز روسیې سره د سوداګرۍ د کچې د لوړېدو لپاره هم هڅې روانې دي.

د نوموړي په وینا، افغان سوداګر د ویزو اخیستو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي خو بیا هم په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان صادرات دوه برابره شوي دي.

د اقتصادي همکاریو هېوادونو د سازمان غړي، اذرخش حافظي په دغه مناظره کې و ویل: «شمېرې ښیي چې، د طبیعي برخې او د افغانستان دودیزو صادراتو کچه د تېر په پرتله دونیم برابره زیاته شوې ده، یانې مخکې د صادراتو تر ټولو لوړه کچه ۸۰۰ میلیونه ډالره وه.»

د اقتصادي چارو شنونکي، سید مسعود و ویل: «د لګښتونو کمښت په حقیقت کې د صادراتو کچې زیاتوالی دی، په دې مانا چې په کور د ننه د توکو کارول کمیږي او صادراتو ته لار هواریږي. دا په کابل کې عملي روانه تیوري ده.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په وینا، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هېواد کابو ټولې زېر بناوې ویجاړې او همداراز د افغانستان بانک ټولې شتمنۍ کنګل شوي؛ خو په وینا یې له دې سره سره د هېواد اقتصادي ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه