Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په مشرۍ افغان پلاوی ترکمنستان ته ولاړ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي په مشرۍ، د اسلامي امارت او خصوصي سکټور ګډ پلاوی نن (جمعه) ماسپښین ترکمنستان ته ولاړ.

نورالدین عزیزي وایي، په پام کې ده چې څه باندې ۲۵۰ افغان سوداګر د ترکمنستان په نندارتون کې ګډون وکړي او خپل محصولات نندارې ته کېږدي.

نورالدین عزیزي همدا راز ټینګار کوي چې په دغه سفر کې به د سوداګرو ستونزې هم حل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي و ویل: « د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي به د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د سوداګرو ستونزو حل په اړه خبرې وکړي. موږ هلته یو لوی نندارتون لرو چې له موږ سره ۳۰۰ شرکتونه دي چې له ډلې ۲۵۰ کورني دي او پاتې پنځوس یې بهرني دي.»

یو شمېر هغه سوداګر چې د ترکمنستان په نندارتون کې ګډون کوي، وايي، په دغه نندارتون کې به د بیلابیلو سکټورونو استازي برخه واخلي او هڅه کیږي چې عشق اباد ته د صادراتو کچه لوړه کړي.

سوداګر محمد عمر طلوع نیوز ته و ویل: « غواړي د عشق اباد په نندارتون کې ګډون وکړي او هیله من یو چې لاسته راوړنې هم ولرو.»
سوداګر امید حیدري داسې و ویل: «د دې سفر موخه دا ده چې بازار ته لاسرسی پیدا شي، د ترجیحي تعرفو او د ټرانسپورټ لګښت کموالی، د ویزو ستونزو حل او د افغانستان کرنیزو توکو لپاره بازار پیدا کول زموږ د سفر موخې دي.»

د کانونو او صنایعو خونه بیا وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی به له ترکمنستاني چارواکو سره په دواړو هېوادونو کې د پانګونې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې په تړاو هم خبرې وکړې.

د کانونو او صنایعو خونې مشر شېرباز کمین زاده و ویل:« په دې سفر کې به ترکمنستان ته زموږ د توکو د زیاتوالي په اړه خبرې وشي، له ترکمنستان څخه زموږ واردات ډېر دي او هیله من یو چې زموږ د سوداګرۍ بېلانس وشی.»

نږدې یوه اونۍ مخکې، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم ترکمنستان ته تللی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د سوداګرۍ د پراختیا، ټرانزیټ، د وسپنې پټلۍ د پراختیا، د زیربنایي پروژو د پیل او له ترکمنستانه، هېواد ته د برېښنا د واردولو په اړه خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه