د ازبیکستان د ټرانسپورټ وزارت د افغانستان په خاوره کې د دغه هېواد پر ټرانزیټي موټرو د لګول شويو بندیزونو له لغوه کېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټ د ادارو چارواکو د ۲۰۲۴ زیږدیز کال له پېله د یو بل په خاوره کې د نړۍوال واټ د ټرانسپورټ لګښتونه ټاکلي دي.
د اقتصادي چارو شنوونکی احمد فردوس بهګزین وايي:«دا ډول اړیکې، تګ راتګ او سوداګریز او اقتصادي هوکړه لیکونه کولای شي چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي، کولای شي چې دندې رامنځته کړي او کولای شي چې د هېوادونو ترمنځ د باورۍ او اړیکو لپاره ګټور پرېوځي.»
ورته مهال د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، ازبیکستان ته د دغه وزارت د سرپرست په سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورتي او ټرانزیټي همکاریو په برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
د دغه وزارت ویاند وايي چې د دغه وزارت د سرپرست په وروستي سفر کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ټرانزیټي ننګونو پر حل، سوداګرو ته د وېزو پر ورکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي هم خبرې وشوې.
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«د ازبیکستان په خاوره کې د افغانستان بار وړونکو موټرو ته اجازه ورکوي. هغوی زموږ سوداګرو او موټر چلوونکو ته ویزې ورکوي، د ویزې په هکله له هغوی سره خبرې شوې دي او هغوی دا منلې چې ویزې پېل کړي او په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او په ورته بڼه د هغوی موټر کولای شي چې افغانستان ته راشي او د افغانستان بار وړونکي موټر د ازبیکستان خاورې ته ولاړ شي او له هغه ځایه نورو ځایونو ته تګ راتګ کولای شي او په دې په دې برخه کې هوکړه شوې ده.»
له دې سره هممهاله، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې افغان سوداګر د ازبیکستان له لارې خپل توکي د قزاقستان، چین او روسیې هېوادونو ته ټرانزیټوي او اړتیا ده چې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی څرګندوي:«ازبیکستان ډېر امکانات لري او موږ هم غواړو چې د ازبیکستان له لارې زموږ ټرانزیټ زیات شي، زموږ صادرات زیات شي، په ځانګړې توګه د تالک او مرمرو کاونه چې موږ یې لرو تر ډېره چین ته استوو، او د کراچۍ له لارې ستونزې رامنځته شوې دي. دا باید فعال شي.»
تر دې وړاندې د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت سرپرست ویلي و، چې دغه وزارت هڅه کوي چې د یوه منظم سیسټم په جوړولو سره، افغانستان د ټرانزیټ پر یوې څلورلارې بدل کړي.
دغه وزارت دغه راز زیاته کړې وه، چې په لومړي ځل د هند، پاکستان، ازبیکستان او افغانستان په ګډون څلور هېوادونه د ترانزیت له لارې سره وصل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه