Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شادمانوف د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پراختیا خبر ورکوي

په کابل کې د ازبیکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د افغانستان - ازبیکستان د سوداګریز اتصال په غونډه کې وايي چې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې له کابل سره د تاشکند اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

دغه ازبیکستانی چارواکی وایي چې تاشکند له افغانانو سره د اقتصاد، سوداګرۍ، ټرانزيټ، ټرانسپورټ، برېښنا او بشري مرستو په برخو کې لازمې همکارۍ کړې دي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي چې د افغان حکومت د امنیت د تامین په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي او له ګاونډیو هېوادونو سره یې دوستانه اړیکې ټینګې کړې دي.

په کابل کې د ازبیکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف وویل:«باید په بشپړه توګه پاملرنه ولرو چې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ کاري لیدنې لنډې او د اعتماد وړ چې تر ډېره د دواړو هېوادونو له اړیکو سره مرسته کوي، ولرو.»

د ازبیکستان د صادرونکو ټولنې رییس ارکین ملیک‌اف«موږ افغانستان ته یو وړاندیز درلود چې دم‌ګړۍ په ازبیکستان کې ګڼ شمېر کارخونې شته؛ خو ازبیکستان نه‌شي کولای د دغو دستګاو پنبه برابره کړي، موږ غواړو چې افغانستان د پنبې په برخو کې کار وکړي څو موږ له افغانستان څخه پنبه ازبیکستان ته ولېږدو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وایي چې اسلامي امارت باید له ازبیکستان سره ګډ دایمي نندارتون ولري او دغه راز د سوداګرو د ویزې ستونزو ته هم رسېدنه وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند وايي:«په هر ځای کې چې تاسې غواړئ نندارتون جوړ کړئ موږ چمتو یو چې له تاسو سره ګډ دایمي نندارتون جوړ کړو؛ خو له ښاغلي سفیر صاحب څخه هیله لرو چې زموږ ستونزې د ازبیکستان له وزیر صاحب او لوړپوړو 
چارواکو ته ورسوي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیر الدین مایل هم څرګندوي:«افغانستان په منځنۍ اسیا کې د زړه په څېر دی، له ګاونډیانو سره د افغانستان ښې اړیکې کولای شي چې د منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا ترمنځ ښه اقتصادي شرایط رامنځته کړي.»

بل لور ته، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې اسلامي امارت له ازبیکستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او زیاته کړې یې ده چې دم‌ګړۍ ازبیکستان ته صادرات کم دي.

د یاد وزارت مرستیال قدرت‌الله جمال ټینګار کوي چې دم‌ګړۍ په هېواد کې د ازبیکستاني پانګوالو د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په دې هکله زیاته کړه:«موږ غواړو چې له ټولو هېوادونو، خصوصاً له ګاونډیانو په ځانګړې توګه له ازبیکستان سره ښې سوداګریزې او سیاسي اړیکې ولرو، پياوړې سوداګریزې اړیکې ولرو.»

د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د اکتوبر په ۲۹ نېټه د ازبیکستان د لومړي وزیر په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته راغلی و او په افغانستان کې یې د یو مېلیارد او ۲۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه