پنځه ورځې کېږي چې د فراه په ابونصر فراهي بندر کې د تېلو او یو شمېر نورو توکو واردېدل په ټپه ولاړ دي خو د مالیې وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مالیې وزارت د پرېکړې په غبرګون کې د فراه د یو شمېر اوسېدونکو او سوداګرو اعتراض د دې لامل شوی چې په دغه بندر کې کارونه په ټپه ودرېږي.
د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین وایي، په بندر کې د کارونو د ټپه درېدو له کبله د مالیې وزارت په کمرګي عوایدو کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.
د سوداګرو په وینا د مالیې وزارت په لومړي سر کې د دغه ولایت ګمرک له فراه ښاره اویا کیلومتره لیرې ابونصرفراهي بندر ته ولېږدوه او کله چې هلته د عوایدو له کمښت او فساد سره مخامخ شو پرېکړه یې وکړه چې له دغه بندره د توکو د وارودلو مخه ونیسي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي:«یوه ډېره جدي ستونزه چې هلته شتون لري امنیتي ستونزه ده. ۸۰ سلنه دا سیمه او ګمرک د مخالفینو په واک کې ده او مخالفین له موږ پيسې او مالیه اخلي.»
د ابونصر فراهي بندر له لارې د ځینو وارداتو د مخینوي په وړاندې په فراه ولایت کې له اعتراضونو وروسته دغه موټر چلوونکي له پنځو ورځو راهیسې د فراه په سوځنده دښتو کې په سخته ګرمۍ کې شپې ورځې تېروي.
د بار وړونکي موټر چلوونکی جلیل احمد وویل:«اصلاً موږ نه پوهېږو چې دا سړک ولې تړلی دی؟ نه دولت پوښتنه کوي او نه هم رعیت.»
د بار وړونکي موټر بل چلوونکی فضل احمد هم وايي:«لاره پرانیزئ هره ستونزه چې لرئ له دولت سره یې لرئ. د چلوونکو ګناه څه ده؟ درې شپې کېږي چې په خاورو کې ویده یوو.»
د ابونصرفراهي له بندره د وارداتو بندیدل، د توکو د بیو د لوړېدو او د دې ولایت د زیات شمېر اوسېدونکو د عوایدو او کاري فرصتونو د له منځه تلو لامل هم شوی دی.
د فراه د ولایتي شورا غړی داد الله قانع په دې اړه څرګنده کړه:«یو نیم مېلیونه تنه په یو ډول له دغه بندره، سوداګرۍ، دکانداري، موټر چلولو له لارې رزق حواله دی.»
د مالیې وزارت د وږي په ۲۵ نېټه د فراه ولایت د بندر له لارې د تېلو، سمنټو، اوسپنیزو توکو، سرامیک او کاشي واردات ودرول.