د مالي اقدام ځانګړې ډلې یا (FATF) د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۶ مه) د پاکستان نوم په رسمي توګه د خپل خړ نوملړ کې ورزیات کړ.
کهڅه هم پاکستاني ډیپلوماټان هڅه کوي ترڅو په دغه نوملړ کې د پاکستان د نوم د ور زیاتېدو مخه ونیسي، خو د دغې ډلې غړي د فرانسې په پاریس ښار کې د یوې غونډې په لړ کې، په رسمي توګه د پاکستان نوم یې په خړ نوملړ کې اضافه کړ.
د مالي اقدام ځانګړې ډله چې په ۱۹۸۹ زیږدیز کال کې جوړه شوې موخه یې د پیسو له ونځلو او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په وړاندې مبارزه ده. دا ډله ۳۷ غړي لري او مرکزي دفتر یې په پاریس کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې، امریکا په دغه نوملړ کې د پاکستان د نوم د ځایولو لپاره طرحه وړاندې کړې وه.
بریټانیا، فرانسه او المان د دغې طرحې له ملاتړو وو خو چین، ترکیه او ځینې نور عربي هېوادونه په لومړي سره کې له دغې طرحې سره مخالف وو.
په دې ترتیب سره، د پاکستاني بانکونو اړیکې له نورو نړیوالو بانکونو سره، سختې زیانمنې شوي دي.
دا کار له ترهګرو ډلو د پاکستان د مالي ملاتړ په پار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل د افغانستان او امریکا او د نړۍ د ځينو نورو هېوادونو له خوا د ترهګرو په مالي ملاتړ تورن شوی دی، خو پاکستان دا تورنه رد کړي دي.