Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جوزجان له ناامنو ولسوالیو د ټاکنو سیمه‎ییزو کارکوونکو نه لیږد

په جوزجان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه‎ییز کارکوونکي وايي تر اوسه د دې ولایت له نا امنو ولسوالیو، قره‌قین او منګجیک نه دوی او د ټاکنو اساس توکي مرکز ته نه دي لیږدول شوي او نه هم په دې برخه کې کوم ګام پورته شوی دی.

دوی وايي درې ورځې مخکې د ملي اردو د چورلکو په مرسته یادو ولسوالیو ته ولېږدول شول، خو تر اوسه یې د بیا لیږد په اړه هېڅ کار نه دی شوی.

جوزجان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه‎ییز کارکوونکي، احمد رسول له طلوع‎نیوز سره ټلفوني اړیکه کې وویل:«شل تنه د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکي په قره‎قین او لس تنه هم په منګیجیک ولسوالۍ کې دي چې تر اوسه نه دي لېږدول شوي.‎»

ده وړاندي وویل: ‎«انتقالات د هوا له لارې وو او اوس هیڅ انتقالات نشته. موږ له دفتر سره اړیکه ونیوله او دوی وویل چې موږ له شاهین قول اردو سره خبرې کړې، خو تر اوسه پورې کوم اقدام نه دی شوی.‎»

له مرکز سره د قره‌قین و منګجیک ولسوالیو نښلېدلې لارې تر لوړو امنیتي ګواښونو لاندې دي.

په همدې حال کې د ټاکمېسیون د سیمه ییز دفتر سرپرست، حمیدالله بلوڅ وايي ډېر ژر به ټاکنیز کارکوونکي مرکز ته ولېږدول شي.

دی زیاتوي:«په دې څو ورځو کې د لېږد پلان تنظیم شوی دی او نن هوايي مسوولانو وروستی پیغام راکړ چې سل په سلو کې به دا کارکوونکي له اساسو موادو سره مرکز ته ولیږدوي.»

که څه هم قره‌قین و منګجیک ولسوالیو امنیتي حالات د اندېښنې وړ دي، خو امنیتي مسوولان د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییزو کارکوونکو د امنیت خوندیتوب پوره ډاډ ورکوي.

د جوزجان ولایت د پولیسو آمر، جنرال کمال الدین یاور وویل:«موږ څو ځله د چورلکې غوښتنه کړې ده، خو په شمال زون کې چورلکې کمې دي او ژر به دوی ( د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز کارکوونکي) ولېږدول شي.»

د جوزجان ولایت د ټاکنو سیمه ییز دفتر د شمېرو له مخې په لسو ولسوالیو کې کابو پنځوسو زرو کسانو خپله رایه کارولې ده تر څو ولسي جرګې ته د ۳۰ نوماندانو له ډلې ۵ تنه د خپلو استازو په توګه ټاکي.

دوی وايي درې ورځې مخکې د ملي اردو د چورلکو په مرسته قره قین او منګیجک ولسوالیو ته ولېږدول شول، خو تر اوسه یې د بیا لیږد په اړه هېڅ کار نه دی شوی

شریک یي کړئ