Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۱۷ تنو نورو کسانو نومونه هم د نوماندانو له نوملړه حذف شول

د شکایتونو د څېړنې او ارزونې ځانګړی کمېسیون وایي چې د ۱۷ تنو نورو کسانو نومونه یې هم د ولسي جرګې ټاکنو د نوماندانو له نوملړه حذف کړي دي.

د دغه کمېسیون غړی عبدالبصیر فایز وايي چې د نوماندانو په وړاندې د هغوی د څېړنې او ارزونې کار د پنجشنبې پر شپه پای ته ورسېد.

د هغه په وینا، د دغه کمېسیون د غړو د پرېکړې پر بنسټ، ۷ تنو ته سپارښتنه، ۲۷ تنو ته ګواښ شوی دی.

هغه زیاتوي هغه کسان چې نومونه یې له نوملړ څخه حذف شوي کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي او خپل اعتراضونه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته یې وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې په لومړي سره کې دغه ځانګړي کمېسیون  د ۸ تنو نومونه د ولسي جرګې ټاکنوته د نوماندانو له نوملړه حذف کړي وو.

د ټاکنو د مهال وېش له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید د چهارشنبې په ورځ د خپلو څېړنو پایلې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته لېږلې وای. خو عزیز اریايي وايي پر حکومت بهرني فشارونه د دې لامل شوي چې حکومتي بنسټونه دغه کمېسیون ته مالومات او سندونه ورنه‎کړي او دا کار د څېړنو په کار کې د ځنډ لامل شوی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس عبدالعزیز اریایي:«پر حکومت بهرني فشارونه تر دې کچې وو چې موږ ته مالومات را نه کړای شو او له همدې امله زموږ په کار کې ځنډ رامنځته شو.»

له بلخوا یو شمېر سیاسي ګوندونه او څارونکي بنسټونه وايي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او حکومت له نوماندانو سره سیاسي چلند کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د زمري په ۱۲ نېټه د نوماندانو وروستی نوملړ اعلان کړي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي ډېر ژر به له نوملړه د ایستل شویو نوماندانو او د خپلو څېړنو پایلې د ټاکنو کمېسیون ته ولېږي. د قانون له مخې هغه نوماندان چې نومونه یې له نوملړه ایستل شوي د استیناف غوښتنه به وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په لومړي سره کې دغه ځانګړي کمېسیون د ۸ تنو نومونه د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له نوملړه حذف کړي وو.

شریک یي کړئ