Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه پارلماني ټاکنو کې د ښځو ګډون اړین بولي

ملګري ملتونه په افغانستان کې د عادلانه او د اعتبار وړ پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو په پار په دغو ټاکنو کې د ښځو ګډون د ارزښتناک بولي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، تدامیچي یاماموتو (یک‎شنبې د تلې په ۲۲ مه نېټه) ویلي ‎ ټاکنې به هغه وخت د اعتبار وړ وي چې رښتیني استازي وټاکل شي او ښځې د ټاکنو په ټول بهیر کې ګډون ولري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د افغان ميرمنو د مدني ټولنو، علمی شخصیتونو او د حقونو ملاتړو ډلو سره په غونډه کې وویل، د پراخو او معتبرو راتلونکو ټاکنو لپاره د افغانستان په ټاکنیز بهیر کې د ښځو بشپړ ګډون خورا مهم دی.

یوناما په خبرپاڼه کې ویلي:« ټاکنې یوازې هغه مهال په ریښتینې توګه استازیتوب کولی شي او اعتبار لري، کله چې ښځې په بشپړ ډول پکې ګډون وکړي او د ټاکنو په ټولو برخو کې شاملې وي.»

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس، عبدالبدیع صیاد دوشنبې(د تلې ۲۳مه) کابل کې خبري ناسته کې وویل:«ټاکنې یوه اسلامي ښکارنده ده، هغه کسان چې دا یوه لویدیځواله ښکارنده بولي، د اسلام په اړه مالومات نلري.»

ښاغلي صیاد زیاته کړه چې دیني عالمان باید خلکو ته د ټاکنو په اړه عامه پوهاوی ورکړي. هغه زیاته کړه:«له کړکیچ نه د وتو غوره لار ټاکنې دي.»

د یوناما د خبرپاڼې له مخې راروانو پالماني ټاکنو لپاره ۱۶سلنه نوماندانې ښځې دي چې د تیرو ټاکنو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شمېرو له مخې د رایو ورکوونکو ۳۲ سلنه هم ښځې جوړوي چې نومونه یې لیکلي دي.

یوناما همداراز د ټاکنو په درشل کې د ښځو د غږ اوریدلو په اړه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د مدني ټولنې د مهم رول هرکلى کوي.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ښځينه رایې ورکوونکو لپاره یو شمېر اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي او له ډلې یې د رایې ورکولو مرکز کې لږ تر لږه د یوې ښځینه رایه ورکولو محل، د ټاکنو ښځینه کارکونکي او د ښځینه امنیتي غړو شتون دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي:« د ټاکنو د کارکونکو، څارونکو او رایه ورکوونکو په توګه په ټاکنو کې د ښځو بشپړ ګډون د نوماندانو د ټولو ښځو مدني او سیاسي حق دی. په افغانستان کې د دیموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره د ټاکنو په ټولو پړاوونو کې د ښځو ګډون ته وده ورکول اړین دي.»

د ملګرو ملتونو ماموریت یادونه کوي چې دا د افغان چارواکو، سیاسي ګوندونو، نوماندانو او د مدني ټولنو سازمانونو مسوولیت دی چې په ټاکنو کې د ښځو ګډون ته د ودې او هڅونې په موخه، ټول اړین تدابیر په پام کې ونیسي.

ټاکل شوې ده د ولسي جرګې ټاکنې د روانې تلې میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

یوناما همداراز د ټاکنو په درشل کې د ښځو د غږ اوریدلو په اړه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د مدني ټولنې د مهم رول هرکلى کوي

شریک یي کړئ