هرات کې د ټاکنیز بهیر څارونکو او ځينو نوماندانو د شکایتونو له امله د څلورو قرنطین شویو مرکزونو رايې بیا شمېرل کېږي.
دې ولایت کې د ټاکنیز ساحوي دفتر مشر احمد شاه قانوني وايي دوی د شویو شکایتونو د رفعې له امله رسماً د څلورو مرکزونو رايې بیا شمېري.
هغه زیاته کړه: «د شکایتونو کمیسیون د رسمي مکتوب پر اساس د درې ـ څلورو مرکزونو چې په ښار کې دي، څېړنې يې پیل کړې، دا به روانې وي، تر اوونۍ یا لسو ورځو پورې.»
هرات کې د ټاکنیز بهیر اړوند د ۸۰۰ شکایتونو خبر ورکړل شوی دی، چې پر اساس يې یوازې د ۱۸ ټاکنیزو مرکزونو رايې قرنطین شوې دي.
په دې ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسؤلین وايي دوی د نورو مرکزونو رايې هم څېړي او که اړتیا شوه، چې نور مرکزونه هم قرنطین شي، دوی به د روڼتیا په خاطر سترګې پرې پټې نه کړي.
هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر امیر محمد مظفر وايي: «په هرات کې موږ پر نورو مرکزونو هم کار کوو، انشاءالله زموږ څېړنه او سبړل په دقت پر مخ ځي، که د کره دلیلونو پر اساس نور مرکزونه هم قرنطین کېږي، انشاءالله کېږي به، د ټاکنیز عدالت او روڼتیا په خاطر.»
څارونکو او نوماندان د قرنطین شویو مرکزونو د رایو پر بیا شمېرلو هم ډاډه نه دي، دوی وايي په قرنطین شویو صندوقونه کې داسې هم شته، چې د رایه ورکوونکو نوملړ هم پکې نه پيدا کېږي.
د مختار یوسفي په نوم یو تن څارونکی وایی:«دلته ډېرې ستونزې شته، زه یوه قرنطین شوي مرکز ته ورغلم، چې صندوق مو خلاص کړ، نه د پایلو فورمه پکې وه، نه د رایه ورکوونکو نوملړ.»
د هرات د مرکز تر څنګ په ولسوالیو کې هم د شپږ ولسوالیو رایې قرنطین شوې دي.
د ټاکنو کمیسیون وايي د دې قرنطین شویو مرکزونو رايې به راتلونکو ورځو کې یوځل بیا وشمېرل شي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په وینا امکان لري، د ځينو مرکزونو رايې باطلې اعلان شي.
د ولسي جرګې ټاکنې د تلې (۲۹-۲۸) له غزني او کندهار پرته ټول هېواد کې ترسره شوې، یوه اوونۍ وروسته کندهار کې هم ټاکنې وشوې او د غزني برخلیک ډاډمن څرګند نه دی.
د دې جرګې د ۲۵۰ چوکیو لپاره ټولو ۲۵۶۵ تنو ځانونه نوماندان کړي و، چې د ټاکنیز بهیر له پیله يې ۱۰ تنه نوماندان ووژل شول او ځينې نور له وروستي لیسته وایستل شول.