Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکلي وخت د بایومېټریک دستګاو له نه رسېدو د ټاکنو کمېسیون اندېښنې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون او امنیتي چارواکي وايي که‎چېرې تر راتلونکو دوه ورځو د بایومټېریک پېژاند دستګاوې کابل ته را ونه رسېږي، امنیتي ځواکونه به په دې ونه توانېږي چې دغه دستګاوې په ولسوالیو کې د رایو ورکوونکو مرکزونو ته ورسوي.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژمنه کوي چې د ټاکنو په ورځ به د رایو ورکونکو بایومېټریک ترسره شي، خو د دې ژمنې عملي کېدل له جرمني څخه کابل ته د بایومېټریک د اتلس زره دستګاوو په راسېدو پورې اړوند بولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند او منشي حفیظ هاشمي وویل:«دا اندېښنې شته که‎چېرې تر راتلونکې ورځې کابل ته توکي راورسېږي. ولسمشرۍ لارښونه وکړي ترڅو الوتکې چارتر شي او بایومېټریک توکي کابل ته ورسوي. هغه خبر چې موږ لرو دا دی چې ټول توکي بسته بندي شوي او د هغه لېږد به پیل شي. له لسمې تر دولسمې نېټې په تمه یوو چې څه وکړو.»

دغه کمېسیون وايي تراوسه ۲۵۰ تنه د رایو ورکوونکو د بایومېټریک دستګاوو د کارولو په برخه کې روزل شوي او د ۴۴۰۰ دستګاوو د چمتو کولو په حال کې دي چې څو ورځې مخکې دغه کمېسیون ته رسېدلې دي. دا کمېسیون ولسوالیو ته د رایو ورکوونکو د بایومېټریک دستګاوو د رسېدو په اړه اندېښنه لري.

ښاغلي هاشمي څرګنده کړه:«امنیتي ځواکونه هم په ځنډ سره د بایومېټریک دستګاوو له رسېدو اندېښمن دي، خو حکومت ژمنه کړې له هرې لارې چې کېږي باید دغه توکي مرکزونو ته ورسوي؛ او کمېسیون ژمن دی چې ټانکې له بایومېټریک سره ترسره کړي.»

په داسې حال کې چې سیاسي ګوندونه او پر ټاکنو څارونکي بنسټونه تراوسه هم د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لخوا د بایومېټریک پر عملي کېدو بې باوره دي له دغې ادارې غواړي خلک د دې طرحې له عملي کېدو ډاډمن کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید په ډاګه کړه:«کمېسیون باید وضعیت مشروط پرې نه‎ږدي، باید یوه پرېکړه وکړي چې څه ډول ټاکنې ترسره کړي؛ بایومېټریک کوي او که نه یې کوي باید خپله پرېکړه وکړي ترڅو انتخابات نسبتاً شفاف ترسره شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي ډېری ولایتونو ته حساس ټاکنیز توکي رسېدلي او ټاکل شوې دا توکي د رایو ۲۱ زره مرکزونو ته ولېږدول شي.

دغه کمېسیون وايي تراوسه ۲۵۰ تنه د رایو ورکوونکو د بایومېټریک دستګاوو د کارولو په برخه کې روزل شوي، بلخوا ټاکنو کمېسیون ولسوالیو ته د رایو ورکوونکو د بایومېټریک دستګاوو د رسېدو په اړه اندېښنه لري.

شریک یي کړئ