Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکنو کمیسیون وايي بایومټریک په افلاین ډول کارېدلی

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مني چې د تلې (۲۹-۲۸) دوه ورځنیو ټاکنو کې بایومټریک دستګا په افلاین ډول کارېدلې او انلاین ډول رایه ورکوونکي نه دي ثبت شوي. 

د ټاکنو کمیسیون چې وړاندې يې وعده کړې وه، دا دستګاوې به انلاین کاروي، وايي د مخابراتي شبکو د نه حاضرېدو له امله يې بهیر په افلاین ډول بایومټریک کړی دی. 

د دې کمیسیون د مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي: «هیڅ بنسټ يې د [انلاین کولو] لپاره حاضر نه شو، موږ مجبور شو، چې په ټول ټاکنیز بهیر کې افلاین له بایومټریک دستګاوو کار واخلو.»

که څه هم له لرې پرتو سیمو پرته په نږدې ټول هېواد کې انټرنیټي خدمات د مخابراتي شبکو له لارې وړاندې کېږي، خو د ټاکنو کمیسیون وايي له دوی سره همکارۍ ته دغه شبکې حاضرې نه شوې او دلیل يې هم نه دی په ډاګه کړي. 

عبدالعزیز ابراهیمي، د بایومټریک بهیر په اړه زیاتوي: «ټولې دستګاوې را ټولېږي، له اصلي سرور سره نښلول کېږي، ټول مواد يې سیستم داخلېږي، ټولې هغه رايې چې شکمنې دي څېړل کېږي.»

د ټاکنو کمیسیون چې پرلپسې ان د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون او ټاکنیز بهیر څارونکو بنسټونو هم په کمزوري مدیریت تورن کړی، ولسي جرګه هم ورته نظر لري او مني چې دا کمیسیون د بشپړ کمزوري مدیریت لرونکی دی. 

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په دې اړه وايي: «د یو تریخ واقعیت په توګه، د ټاکنو بهیر له تخنیکي اړخه او د کارکوونکو د هغه ظرفیت له اړخه چې دوی درلود، بېخې کمزوری و.»

د ولسي جرګې بل غړی علي اکبر قاسیمي وايي د ټاکنو بهیر بایومټریک کول د ولس غوښتنه وه: «د خلکو غوښتنه دا وه، چې باید بایومټریک شي.»

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزیر وايي امنیتي ځواکونو د سر په بدله د دې بهیر ساتنه وکړه. 

طارق شاه بهرامي رسنیو ته په خبرو کې وویل: «د ګواښونو سطحه بېخې ډېره لوړه وه، خو زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه وتوانېدل په ویاړ دا پروسه پر مخ یوسي.»

په ټاکنیز بهیر کې د رایه ورکوونکو بایومټریک کول د سیاسي ګوندونو یوه جدي غوښتنه وه، خو په دوه ورځنیو ټاکنو کې وښودل شوه چې د بایومټریک سم کار نه کول او له دې سیستم سره د کارکوونکو نابلدي هغه څه و، چې سیاسي ګوندونه بیا هم پرې راضي نه شول. 

نن (شنبه، د لړم پنځمه) چې کندهار کې ځنډول شوې ټاکنې روانې دي، د ټاکنیزو مرکزونو د ناوخته خلاصېدو تر څنګ د بایومټریک دستګا سم نه کارېدنې په اړه هم شکایتونه شوي دي. 

وړاندې تر دې د ټاکنو کمیسیون ویلي و، دوی د تلې په وروستیو کې له دوه ورځنیو ټاکنو زده کړه کړې او کندهار کې به هغه کمزورۍ تکرار نه شي.
 
شریک یي کړئ