Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپل کار د ګواښونو له کبله ودراوه

د ولسي جرګې نوماندانو وروستي نوملړ خپرولو وروسته چې یو شمېر ترې ویستل شوي دي، اوس مهال د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو شمېر کارکوونکو خپل کار پرېښی او دفتر ته نه دي راغلي.

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې یو شمېر سرچېنې وايي چې کمېشنرانو د امنیتي ګواښونو او د دوی پر وړاندې د اعتراضونو له کبله خپل کار ته نه دي حاضر شوي.

په همدې حال کې نن(دوشنبې د زمري۲۲مه) په کمېسیون کې هېڅوک نه وو او د مراجعینو او رسنیو پوښتنې بې ځوابه پاتې شول.

ولسي جرګې ته یو تن احتمالي نوماند، علی هادي چې په ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې یې خپل شکایت ثبت کړی دی، نن یې د کمېشنرانو نشتوالي له کبله، خبره یې بې ځوابه پاتې ده.

دی وايي:‎«د خلکو غوښتنو پر اساس د شکایتونو اورېدو کمېسیون باید چې رڼښت راولي..»

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رئیس، عبدالعزیز آریايي د مالي فساد له کبله اروپا ته تللی دی. خو ښاغلي آریايي سره له دې چې نه ده روښانه کړې په اروپا کې دی او که افغانستان کې، په خپله فسبوک پاڼه کې ليکلي دي چې اروپا ته تېښته او مالي فساد کې لاس درلودلو اوازې بې بنسټه دي.

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې یو شمېر سرچېنې وايي چې کمېشنرانو د امنیتي ګواښونو او د دوی پر وړاندې د اعتراضونو له کبله خپل کار ته نه دي حاضر شوي

شریک یي کړئ