پر ټاکنو د څار شرکت نن (سهشنبه د تلې ۲۴مه) هغه پوستکالی رسماً نشر کړ، چې په ټاکنیز بهیر کې هر څوک د څارونکي کار ترې اخیستلی شي.
پخپل موبایل کې د دې پوستکالي (اپلیکېشن) په نښلولو سره له ټاکینز بهیره یاد شرکت ته معلومات ورکولی شئ.
د دې شرکت غړی مجتبی حسیني وايي: «دا کولی شي چې د درغلیو هره پېښه راپور کړي، چې زموږ په ډیټابیس کې ثبتېږي، هر هېوادوال حق لري چې رڼې ټاکنې ترسره شي.»
په دې پوستکالي کې د کاروونکي لپاره بېلابېلې برخې مشخصې شوې دي، دوی کولی شي چې د رایې ورکولو بهیر، احتمالي درغلۍ، د رایې ورکولو پای او هر ۱۵ دقیقې وروسته د رایو شمېر په انلاین ډول خپلو مسوولینو ته ورکړي.
پر ټاکنو د څار شرکت مسوول علی رضا حسیني وايي: «موږ خلکو ته دا زمینه برابرو چې پخپله څارونکي واوسي، لکه څنګه چې زموږ شعار دی، هر هېوادوال یو څارونکی دی؛ یعنې خلک پخپله راشي نړیوالې ټولنې ته ور وښيي، چې موږ پخپله له خپل حکومت او ټاکنو ساتنه کوو.»
هغه ځوانان چې دغه پوستکالی يې جوړ کړی، وايي دوی وروسته له هغه دا اقدام وکړ چې د ټاکنو په اړه د درغلیو او لاسوهنې اندېښنې ډېرې شوې.
دا لومړی ځل دی چې د ټاکنیزو درغلیو د کمښت لپاره دا ډول پوستکالی جوړېږي.