د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي وایي چې لا هم د رایو د بیا شمیرنې د تګلارې پر سر د ټاکنو له کمیسیون سره هوکړې ته نه دي رسیدلي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنو رايې ټولې باطلې دي، چې دوی يې علت پراخې درغلۍ او سرغړونې په ډاګه کړې دي.
د دې کمیسیون ویاند علیرضا روحاني وايي چې دوی د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته په ډاګه اعلان کړی چې د روڼتیا لپاره تر شرایطو وړاندې پر خپله اعلان کړي تصمیم تجدید نظر نه کوي.
هغه وویل: «د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په ډاګه د ټاکنو کمیسیون ته اعلان کړی دی، چې تر څو د روڼتیا لپاره شرایط چې دوی پرې متحد شي، برابر نه شي، طبیعتاُ موږ پخپله پرېکړه تجدید نظر نه شو کولی، چې تجدید نظر نه وي شوی، د کابل د ټاکنو په اړه هر ډول اجرات ځنډول شوي دي.»
روحاني دا هم وویل چې د هر ولایت په اړه به پر رارسېدونکې موقع تصمیم ونیول شي.
خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له دې بهیره په ناوړه ګټې اخیستنې تورنوي .
د دې کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي: «موږ هیله لرو، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دې ملي پروسې ځنډ او یرغمل نیونې ته د پای ټکی کېږدي.»
له دې سره همهاله د معترضو نوماندانو د ایتلاف یو شمیر غړي د کابل د رایو د باطلیدو پریکړه د سیاسي فشارونو پایله بولي .
د ولسي جرګې ټاکنو ته نومانده فروزان داودزی وايي: «د ایتلاف له نظره د کابل د رایو د باطلېدو بیا کتنه د ولسمشرۍ ماڼۍ په منخګړیتوب یو سیاسي فشار دی.»
محمد فاروق برکي یو بل نوماند دی وايي باید دواړه کمیسیونونه «په ګډه سره کېني او د کابل رايې له سره وشمېري.»
اخوا د پلازمېنې یو شمیر اوسیدونکي د ټاکنیزو کمیسیونو له کاره ناخوښي څرګندوي .
شعیب حیدري وايي د ټاکنو کمیسیون د دې تر څنګ چې «خپلواکي نه لري، د خلکو رایو ته اهم ارزښت نه ورکوي.»
نذیر شینورای د کابل ښار بل اوسېدونکی دی هغه وايي: «خلک له دواړو کمیسیونونو راضي نه دي، په تېرو ټاکنو کې هم خلکو پر کمیسیونونو باور نه درلود، اوس يې هم ځان خام کړ.»
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په یوه لیک کې د دې ولایت د ټاکنو د رایو د باطلیدو غوښتنه کړې ده ؛ خو د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي کمیسیون د دې غوښتنې پر څيړلو ټینګار کوي .