Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان له روغتیايي برخې سره د محمد بن سلمان بنسټ مرسته

د روغتیا نړۍوال سازمان له افغانستان سره د ملک بن سلمان بنسټ د څه باندې یو مېلیون ډالرو له مرستې خبر ورکړی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان په اعلامیه کې راغلي چې دغه مرستې په بامیان ولایت کې د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د پیاوړي کولو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه پروژه به څه دپاسه ١٣٤ زره ميندوارو او تر زيږون وروسته ميندو او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

په ترکيه کې د اسلامي پراختيا بانک د مرکز مدیر وليد عبدالوهاب د دغې پروژې په هکله وویل:«دا پروژه چې لګښت یې د ملک سلمان د بشردوستانه مرستو د مرکز له سخاوتمندانه مرستو ورکول کېږي، ټاکل شوې، د روغتیا د نړۍوال سازمان له خوا پلې شي، په لېرې پرتو ټولنو او کلیو کې به د روغتیايي مرکزونو د جوړولو له لارې باکیفیته روغتیایي خدمتونو ته د خلکو له عادلانه لاسرسي او د مور او ماشوم د مراقبت د خدمتونو له ښه کېدو سره مرسته وکړي.»

په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان استازی جمشید تنولي وايي:«دا پروژه به موږ ته د دې وړتیا راکړي چې د افغانستان یو شمېر تر ټولو محرومو او لېریو پرتو سیمو ته اړین روغتیایي خدمتونه په ځانګړې توګه هغه خدمتونه چې د ښځو او ماشومانو پرهوساینې تمرکز لري، پراخ کړو. پر دې سربېره، دا پروژه د تمویل کوونکو او د روغتیا نړۍوال سازمان د شریکانو پر اړین رول ټینګار کوي، چې د هغوی ملاتړ د روغتیا نړۍوال سازمان ته دا توان ورکوي چې په اغېزناکه توګه هغو کسانو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي چې اړتیا ورته لري.»

په همدې حال کې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه کافي تجهیزات نه‌لري.

ډاکټر فواد ابراهیمي طلوع‌نیوز ته وویل:«په تېرو شلو کلونو کې، د میندو، ماشومانو او نوزېږو د مړینې شمېر لوړ دی او اصلاً ورته کار نه‌دی شوی، چې د کلینیکونو او مسلکي کسانو نشتون زموږ تر ټولو لویې ستونزې دي.»

ډاکټر شمیم مهرزاد څرګندوي:«په کلیو او بنډو کې روغتیايي خدمتونو ته د میندو او ماشومانو لاسرسی ډېر کم دی. دا ډول مرستې کولای شي چې منیدو او ماشومانو ته حیاتي وي، که‌چېرې د دوی د لګښت ډول په سمه توګه مدیریت شي، کولای شو چې په کلیو کې د ډېریو میندو او ماشومانو د مړینې مخنیوی وکړو.» 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه؛ خو د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، چې په هېواد کې د میندو د مړینې کچه د تېروکالونو پرتله د پام وړ کمه شوې ده.
 
د دغي اعلامیې پر بنسټ دغه پروژه به څه دپاسه ١٣٤ زره ميندوارو او تر زيږون وروسته ميندو او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه