Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بامیان کې د «ابله مرغان» ساري ناروغي خپره شوې

د بامیان انتاني روغتون روغتیاپالان د «ابله مرغان» په نوم د یوې جلدي ناروغۍ له خپرېدو خبر ورکوي.

د بامیان انتاتي روغتون روغتیاپالان دا ناروغي خطرناکه بولي.

د دوی په خبره، دا جلدي ناروغي ساري ده چې د ماشومانو او تنکي ځوانانو تر منځ په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د بامیان انتاني روغتون رییس فروغ الدین امیري و ویل: « له لومړیو کې هماغه تڼاکې دي چې وروسته د پوستکي خارښت او ټپونه پیدا کوي، وروسته ستونی نیسي، ستونی میکروبي کیږي او کله هم ناروغ ته سینه و بغل هم پیدا کیږي.»

د بامیان انتاني روغتون ډاکټر احسان الله انوري طلوع نیوز ته و ویل: « د دې ناروغۍ عامل یو وایرس دی، دا ناروغي د اړیکو او تنفسي افرازاتو له لارې لېږدیږي.»

خادم حسین چې د بامیان مرکز شهیدان سیمې اوسېدونکی دی، تازه د آبله مرغان په نوم پر یو ډول جلدي ناروغۍ اخته شوی او د پراخېدو په اړه یې اندېښمن دی.

هغه وایي، دا جلدي ناروغۍ د دوی په کلي کې د خلکو تر منځ د پراخېدو په حال کې ده.

پر جلدي ناروغۍ اخته خادم حسین و ویل: « پنځه ورځې کیږي چې زه په دې ناروغۍ اخته شوی یم، او دا ناورغې راته له بل چا انتقال شوې ده ځکه دا ساري ناروغي ده.»

د بامیان د عامې روغتیا رییس وایي، چې افغانستان کې د دې ساري ناروغۍ واکسین نشته او کورنۍ سپارښتنې یې د مخنیوي یوازینۍ لار بولي.

د هغه په خبره، دا جلدي ناروغي د انسانانو پر پوستکي او تنفسي سیستم منفي اغېزې لري او حتا د مرګ لامل کېږي.

جعفر ذکي طلوع نیوز ته داسې و ویل: « تر اوسه د دې ناورغۍ واکسین افغانستان ته نه دی راغلی، خو د سیمې په هېوادونو کې پیدا کیږي. دا چې دلته یې واکسین نشته نو ځکه دا ناروغي خپره شوې هم ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د بامیان ولایتي روغتون مسوولینو او ډاکټرانو د ماشومانو تر منځ د شري او سینه و بغل ناروغۍ له زیاتوالي خبر ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه