بوریس په داسې حال کې استعفاء ورکوي چې مخکې له دې، د برتانیا د کابینې یو بل مهم وزیر ډېویډ ډیویس هم له خپلې دندې لاس پر سر شوی وه.
دا دواړه په داسې حال کې خپلې دندې پرېږدي چې درې ورځې مخکې برتانیا له اروپايي ټولنې سره د نیږدې سوداګریزو اړیکو هوکړه لاسلیک کړه.
برېټانیا کابو نهه میاشتې مخکې له اروپايي ټولنې نه جلا شوه.
کابو دوه کاله کېدل چې جانسون د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کوله او له اروپا څخه د وتو تړون سخت ملاتړی وه.
ټاکل شوې ده چې د بریټانیا د روغتیا وزير، جرمي هاڼت د جنسون په ځای وټاکل شي. نوموړی پنځه کاله کېږي چې په دې دنده کې کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی جانسون د روانې چنګاښ میاشتې په لومړۍ کې کابل ته راغلی وه او د اختر په ورځو کې یې د طالبانو پر وړاندې د حکومت لخوا د اعلان شوي اوربند څخه ملاتړ وکړ.