د حکومت ځينو لوړپوړو چارواکو، سیاسي څېرو او پخوانیو جهادي مشرانو په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د «د افغانستان ستر ملي ایتلاف» تر نامه لاندې د موجویت اعلان وکړ.
د جمیعت اسلامي، جنبش اسلامي، ملي وحدت، د افغانستان نوین ملي جبهه، د افغانستان د خلکو محور، د پخواني ولسمشر حامد کرزي استازي، ښاغلي کرزي ته نېږدې څېرې او د هېواد ځينې نورو سیاسي څېرو د دغه ایتلاف د موجودیت د اعلان په غونډه کې حضور درلود.
دغه ایتلاف په لومړي سره کې د روان لمریز کال په غوايي میاشت کې په ترکیه کې جوړ شو.
په دغې غونډه کې د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي رییس عطامحمد نور وویل چې افغانستان د پرځېدو په درشل کې دی او د هغه په وینا لامل یې د حکومت د مشرانو ناکاري ده.
هغه د هېواد په ځینو برخو کې د ځينو بیرغونو پورته کول له حکومته د خلکو د ناراضۍ ښودنه وبلله او وې ویل کهچېرې حکومت سم کار ونه کړي، خلک به د بې اتفاقۍ په لور ولاړ شي.
ښاغلي نور له امنیتي ځواکونو ناوړه استفاده د ملي ګټو په وړاندې خطرناک بولي او څرګنده یې کړه چې دا کار به د نظام ستنې کمزورې کړي.
هغه له حکومته وغوښتل ترڅو له ګوندونو سره په ملتیا سره د هېواد اوسني کړکېچ ته حل لارې پيدا کړي.
د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي رییس پر ملګرو ملتونو هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې له اوسنیو مسایلو سره طرف واقع دی او د یوناما بې طرفي تر پوښتنې لاندې ده.
هغه همدارنګه ادعا کوي چې ټاکنو ته د کابو ۹ مېلیونه نوم لیکل شویو له ډلې کابو ۴ مېلیونه یې جعلي رایې دي.
په دې غونډه کې د اجرايي رییس دویم مرستیال محمد محقق، وویل چې په هېواد کې اوضاع تر دې حده د اندېښنې وړ ده چې خلک د تېښتې په حال کې دي او د هېواد یوه ستره برخه د مخالفو وسلهوالو په لاس کې ده.