Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر: د طالبانو د مرګ ژوبلې شمېر مې زړه را ماتوي

ولسمشر غني، وايي چې د سوېلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکې د تګلارې پایلې مثبتې دي او د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سولې رامنځته کېدو ته شونتیا زیاته شوې ده.

ښاغلي غني له «وایس نیوز» سره په مرکه کې ګواښ کړی که‎چېرې اوسنۍ نظام په افغانستان کې نسکور شي، دا هېواد به د نړیوالو ترهګرو د روزنې په مرکز او اډې بدل شي.

هغه زیاته کړه که‎چېرې افغانستان د ترهګرو په امن‎پټن‎ځای بدل شي، په هغه صورت کې به دا هېواد پر نورو سیمو د برید په مرکز بدل شي.

محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه وايي چې د کوچني اختر په ورځو کې له طالبانو سره د افغان حکومت اوربند څرګنده کړه چې افغانستان د سولې لپاره چمتو دی.

هغه وویل:«اوربند وښوده چې دا هېواد د سولې لپاره چمتو دی. موږ وړاندیز کوو چې پر تېر بریالي شو او پر مخ ولاړ شو او فکر کوم چې دا یو حقیقت دی ځکه که‎چېرې هغوی (طالبان) له پوځي لارې پر بریا ټینګار وکړي، دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک به یې ونه مني.»

له دې سره جوخت، ښاغلی غني وايي چې د هغه لپاره د امنیتي ځواکونو او طالبانو د مرګ ژوبلې د شمېر زیاتوالی زړه ماتوونکی دی.

هغه څرګندوي له دې پلوه چې طالبانو هم افغانان دي، ورته ډېره ستونزمنه ده چې افغانان وژل کېږي.

هغه په ډاګه کړه:«زما د کار تر ټولو بد قسمت هغه دی چې په ګهیځ کې امنیتي رپوټ لولم او د مرګ ژوبلې له شمېر څخه خبرېږم؛ یوازې دا نه دی چې د امیني ځواکونو لپاره چې واقعي اتلان دي زړه مې ماتېږي، د طالبانو لپاره مې هم زړه ماتېږي ځکه چې هغوی افغانان دي او زه د ټولو افغانانو ولسمشر یم.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو ډله‎ییز بریدونه زیات شوي دي؛ لکه‎څرنګه چې د ملي دفاع وزارت په وینا، دم‎ګړۍ د هېواد په څه باندې ۱۰ ولایتونو کې امنیتي ځواکونه د دغې ډلې د جنګیالیو په وړاندې د جګړې په حال کې دي.

شریک یي کړئ