ناسا اعلان کړی چې فضا ته به یوه لیزري سوږمکۍ لیږي او دا به د کنګلونو په اړه پر څېړنې بوخته وي.
څېړونکي وايي چې اوس مهال طبیعي کنګلونو اوبه کېدل د چاپېریال ساتنې لویه ستونزه ده.
د ناسا یوه څېړونکې، کيلي برونټ څرګندوي:«دا سپوږمکۍ له لیزري وړانګو کار اخلي او له هغې ځمکې ته رالېږدول کېږي او له ځمکې بیا سپوږمکۍ ته استول کېږي.د وړانګو له پراختیا موږ کولی شو چې د کنګلونو او ځمکې لوړوالی په کره توګه اندازه کړو. مهمه دا ده چې دا سپوږمکۍ نوي ورځو کې یو وار راګرځي او څېړنه کوي.»
ناسا وايي چې د کنګلونو کره اندازه نیونه کولی شي چې د تودوخې او نورو عواملو اغېزه پرې روښانه کړي.
برونټ زیاتوي:«کله چې موږ کنګلیز سیندونه له لاسه ورکړو، د قطب او سیندونو اړیکې بدلیږي او تودوخه له آسانۍ سره له موانعو تیريږي. په پایله کې دا کار د نړۍ هوا حالاتو باندې اغېزه ک وي او د خلکو پر ژوند اغېزه کوي. د ځمکې کنګلونه توپير لري.»
ټاکل شوې ده چې سپوږمکۍ د امریکا متحده ایالاتونو له کلفورنیا څخه فضا ته ولېږدول شي، د ناسا په خبره د سپوږمکۍ را لېږدوونکي مالومات به په آنلاین ډول له خلکو سره هم شريک کېږي.