د لویې ائتلاف یو شمېر پلوایانو په بلخ، هرات او کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروازې وتړلې.
دوی وايي تر هغې چې حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړي، نو د کمېسیون دروازې به تړلې پاتې وي.
دوی ګواښ کوي چې په نورو ولایتونو کې به هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونو دروازې وتړي.
د ټاکنیز نظام بدلون، د ټاکنو ترسره کېدل په داسې حال کې چې رایې ورکوونکي بایو مټریک شوي وي اود ټاکنو پر ورځ د رایو ورکړې له مرکزونو سیاسي ګوندونو ته د څار حق ورکول د دې ائتلاف مهمې غوښتنې دي.
په دې ائتلاف کې د هېواد یو شمېر سیاسي او جهادي څېرې غړیتوب لري او په وینا یې هېواد کې رڼې ټاکنې ترسره کېدل غواړي.
مخکې هم د دې ائتلاف غړیو څو څو وارې د کمېسیون او حکومت استازو سره خبرې درلودې خو پایله یې نه درلوده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ائتلاف طرحې ډېر وخت نیسي په داسې حال کې چې د تلې په ۲۶ د پارلماني ټاکنو ترسره کېدو نېټه ده او د پلې کولو لپاره یې وخت نشته.