د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټاکنیز بهیر کې د کمزوریو موجودیت مني او تاييدوي چې ځينې سرغړونې هم شوې دي.
د کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد نن (دوشنبه، د تلې ۳۰مه) په خبري کنفرانس کې وویل، د ټاکنیز بهیر په اوږدو کې له قانونه سرغړونکي به له پېژندنې وروسته مجازات کړل شي.
هغه وویل چې د ټاکنیزو ورځو په اوږدو کې ټول ۴۶۴۰ مرکزونه پرانیستي وو، چې ډېری يې په لومړۍ ورځ او پاتې ۲۶۱ يې په دویمه ورځ پرانیستل شول.
صیاد زیاته کړه، شاوخوا څلور مېلیونه کسانو رایې ورکړې:«د لومړنیو راپورونو له مخې د رایه ورکوونکو له ډلې ۶۷سلنه نارینه او ۳۳سلنه مېرمنې دي.»
د ټاکنو کمېسیون وايي په دې بهیر کې د ټولو ستونزو د راپورولو لپاره يې کمېټه جوړه کړې چې ټولې ستونزې به راټولي او سرغړونکي به مجازات شي.
د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په (۲۸مه او ۲۹مه) ترسره شوې، چې له نږدې اته نیم مېلیونه نوم لیکونکو له ډلې نږدې څلور مېلیونه کسانو رایې کارولې دي.
په ورته وخت کې سیاسي ګوندونو هم د ټاکنو پر بهیر نیوکې کړې دي، د حزباسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له طلوعنیوز سره په خبرو کې ټاکنیز بهیر «شرموونکی او مسخره» یاد کړ.