د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې نامالومو وسلهوالو یو ځوان په ډزو وژلی دی.
سیمهييز چارواکي وايي وژل شوی ځوان ته تېره ماښام(چهارشنبې د سلواغې په ۲۵مه نېټه) زنګ راغلی او کله چې له کوره وتی، نو وژل شوی دی.
د جبل السراج ولسوال، سيف الله بيدار څرګندوي چې د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند او پولیسو په دې پرخه کې څېړنې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پروان ولایت کې جنايي جرمونه زیات شوي دي.
څو ورځې مخکې په یاد ولایت کې یو شمېر وسلهوالو پر یوه موټر چې د یوې کورنۍ غړي په کې سپاره وو ډزې وکړې او په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ درې غړي ووژل شول.