په بلخ ولایت کې د یوه پخواني جهادي قومندان او د پولیسو د یوه سیمهییز قومندان ترمنځ د نښتې له کبله دوه کسان وژل شوي دي.
د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي نښته سېشنبې (د غويي په ۱۷مه نېټه) شوې ده او پنځه تنه نور په کې ټپیان دي.
د بلخ ولایت د پولیس ویاند، عادل شاه عادل څرګندوي چې په ټپیانو کې دري ملکي کسان شامل دي.
د ښاغلي عادل په وینا نښته د بلخ ولسوالۍ په بازار کې د پخواني جهادي قومندان، حضرت شاه چې په ګرګي مشهور دی او د سیمهییزو پولیسو قومندان، توفان ترمنځ شوې ده.
دی وايي د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د پېښې د څرنګوالي د څېړنې په موخه سیمې ته پلاوی لیږل شوی دی.