د امریکا متحده ایالات د ایران د بډایه شویو یورانیمو د زیاتوالي په غبرګون کې وايي چې دا هېواد له اور سره لوبې کوي.
واشنګټن چې په خپله د ایران له اټومي تړون څخه بهر شوی، له تهران غواړي چې دغه هوکړهلیک ته ژمن وي.
بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په ایران کې د یورانیمو بډایه کېدو د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی.
دغه سازمان د خبرو له لارې د ایران او امریکا ترمنځ د اختلافونو پر حل ټينګار کوي.
ایران کې د یورانیمو د بډایه کېدو د زیاتوالي او همدارنګه د یورانیمو د زېرمو د زیاتوالي په غبرګون کې د امریکا ولسمشر ایران ته ګواښ کوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي:«د ایران لپاره کوم پيغام نهلرم. هغوی پوهېږي چې څه کوي، پوهېږي چې له اور سره لوبې کوي.»
د ملګرو ملتونو سازمان ویاند له ایران څخه غواړي چې پر اټومي هوکړهلیک عمل وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفن دوجاریک وايي:«کهچېرې دا رپوټونه تایید شي، د دغه هوکړهلیک پر خونديتابه او د ایران د خلکو له اقتصادي ګټو سره به مرسته ونه کړي. حیاتي ده چې دغې او نورو مسایلو ته په اټومي هوکړهلیک او تګلاره کې یې راغلي پاملرنه وشي.»
خو ایران چې د اټومي هوکړې د خوندیتوب او د امریکا د بندیزونو د رفع کولو لپاره د اروپا له هڅو راضي نه دی وايي چې خپله تګلاره عملي کوي.
امریکا تېر کال د ایران اټومي هوکړهلیک څخه ووت؛ خو له تهران څخه غواړي چې دغه هوکړهلیک ته ژمن پاتې شي.
سپینې ماڼۍ تېره ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي حتا د اټومي هوکړهلیک له شتون مخکې هم ایران د هغه اصول تر پښو لاندې کول؛ خو روښانه یې نه کړه چې څه ډول د دغه هوکړهلیک له لاسلیک مخکې د هغه اصول یې تر پښو لاندې کول.
په دې اړه مو اندونه