متحده ایالاتو پر څو ایراني چارواکو او د وینزویلا پر ولسمشر بندیزونه لګولي.
واشنګټن وايي دا بندیزونه د وینزویلا سره د ایران د وسلو اړېکو د مخنیوي لپاره لګول شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر، مایک پومپیو وايي:«زه لومړی اقدام د دغه اجرايي فرمان له مخې ترسره کوم او ایران د دفاع وزارت د تدارکاتو اداره، وسله وال ځواک او د دغه هېواد دفاعي صناعي تحرموم. موږ همداراز د وینزویلا پخوانی ولسمشر، مدورو هم تحریموو. تېرو دوو کالو کې تهران کې فاسدو چارواکو د وینزویلا له نا مشروع رژیم سره کار کړی دی څو د ملګروملتونو تسلیحاتي بندیزونو ته بې احترابي وکړي.»
خو ایران چې له کلونو راهیسې د متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې دی، وايي چې نوي بندیزونه به اغېزمن نه وي.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد يي چمتو دی ،چې په متحده ایالاتو کې له ایراني بندیانو سره ټول امریکايي بندیان تبادله کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمدجواد ظریف په دې تړاو څرګندوي:«زه فکر نه کوم چې دا بندیزونه دې نوي څه ووسي او پر ایران دې اغېزې وکړي. امریکا هر فشار چې غوښتل یې پر ایران یې راوستی دی. امریکا تمه درلوده چې د ایران ولس په ګنډو کړي، خو دایې ونشول، نو ځکه امریکا له هستوي هوکړې بهر شو.»
ایران د بندیزونو لګولو مخنیوي کې د المان، بریټانیا او فرانسې ونډه مهمه بولي، او زیاتوي چې دغه هېوادنه په یادې برخې کې کار نه دی کړی.
په دې اړه مو اندونه