د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله وايي، هېواد کې اداري فساد طغیان کړی دی او په داسې حالت کې خلکو ته باید پوهاوی ورکړل شي.
عبدالله نن( یکشنبې د زمري۲۲مه) مالوماتو ته د لارسرسي ملي کړنلارې ناسته کې خبرې کولې، پلازمېنه کې د دولتي بنسټونو لخوا د مالوماتو ورکړې بهیر څخه خوښي څرګنده کړه، خو دی په دې باور دی چې په ولایتونو کې د سیمهییزو چارو لخوا په دې برخه کې همکاري نه کیږي.
اجرائيه رئيس څرګنده کړه:«په هغه هېواد کې چې اداري فساد طغیان کړی وي او اغېزه یې هم د خلکو په ژوند کې وي، مالوماتو ته لاسرسۍ ډېر ارزښت لري.»
په همدې حال کې د کلیو پراختیا وزیر، نصیر احمد دراني څرګنده کړه:«د مالوماتو اصلي څښتنان خلک دي او حکومت د دې مالومات ساتونکی دی.»
په دې لړ کې هغه څه چې مالوماتو ته د لاسرسي له حقه د خلکو او آن لوړپوړو دولتي چارواکو بې خبري بلل کیږي، تر ډېره ستونزمنه چاره ده، په تېره بیا په ولایتونو کې د رسنیو او خبریالانو لپاره، لکه څنګه چې ډېر کسان مالوماتو ته د لاسرسي په نوم له قانونه بې خبره دي.
په همدې حال کې مالوماتو ته د لاس رسي قانون څار کمېسیون رئیس، سید اکرام افضلي وايي:«په افغانستان کې اداراتو کې مالوماتو طبقه بندي شوي دي، او که تاسو څوک پېژنئ نو مالومات درته درکوي.»
خو په داسې حال کې چې مالوماتو ته د لاسرسي پر څارنې د کمیسیون له جوړیدو څه د پاسه دوه کاله تیریږي، لیدل کیږي چې تراوسه ددغه کمیسیون اړتیاوې نه دي پوره شوې.
مالوماتو ته د لاسرسي په ملي تګلاره کې، سربیره پر دې چې مالوماتو ته د لاسرسي د قانون د تعدیل پر اړتیا ټینګار شوی، له ټولو دولتي ادارو او خلکو غوښتل شوي چې مالوماتو ته د ټولو د لاسرسي لپاره هڅې وکړي.
دا تګلاره مالوماتو ته دلاسرسي د څارنې کمیسیون خپلواکي د نوموړي قانون د پلي کیدو لپاره اساسي اړتیا بولي.