د هېواد فوټبال ملي لوبډله نن (سېشنبې د لړم په ۲۳ مه) او د کابل پر وخت ۴ بجې په یوه برخلیک ټاکنونکې لوبه کې د ویتنام په مای دین لوبغالي او د اسیا جام د غوراوي سیالیو په لړ کې د ویتنام په وړاندې ډګر ته وردانګي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ملي لوبډله د تګ په لوبه کې د ویتنام په وړاندې لوبه ۱-۱ مساوي کړې وه.
د فوټبال ملي لوبډله به په هغه صورت کې د اسیا جام سیالیو ته لاره پیدا کړي چې وکړای شي په دغې او خپلې وروستۍ لوبه کې د کمبودیا په وړاندې بریا ترلاسه کړي.
دغه لوبه په ژوندۍ او قانوني بڼه د کابل پر وخت ۴۰ بجو له لمر ټلوېزیون څخه خپرېږي.