د نړیوالۍ ترهګریزو ګواښونو په اړه په تازه رپوټ کې کهڅه هم په ترهګریزو پېښو د قربانیانو ۲۲ سلنه کموالی ښودل کېږي، خو افغانستان له عراق څخه وروسته د ترهګرۍ له پلوه تر ټولو زیانمن هېواد ښودل شوی دی.
د دغه رپوټ پر بنسټ، تېرکال په افغانستان کې د ۱ زور او ۳۴۲ ترهګریزو پېښو په ترڅ کې ۴ زره ۵۷۰ کسان وژل شوي اوله ۵ زره ډېر ټپيان شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ د یادو بریدونو له ډلې په ۹۴ هغوی کې طالبان مسوول پيژندل شوي او د ملکي وګړو پر وړاندې د طالبانو بریدونو له زیاتوالي هم خبر ورکړی دی.
په دې رپوټ کې راغلي دي چې تېر زیږدیز کال کې طالبانو پرملکي وګړو ۲۵۲ بریدونه کړي دي چې په دې بریدونو کې ۱ زره ۲۷۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا د سفارت سرپرست هوګولارنس، له دغو ډلو سره د افغانانو له هڅې او د افغانستان د راتلونکې جوړول ستایي.
هغه زیاته کړه:«ډېری افغانان هغه خټګر دي چې هره ورځ د خولې په تویولو سره د خپلو اولادونو د ښه راتلونکي لپاره په ریښتنې توګه زیار باسي هغوی له یوې کوچنۍ تندلارې ډلې سره مخ دي او هغوی فکر کوي چې په تاوتریخوالي او وارنکاریو سره خپلې موخې ترلاسه کولای شي.»
د دې رپوټ په بله برخه کې راغلي چې تېر زیږدیز کال په افغانستان کې داعش ۵۱ بریدونه ترسره کړي چې په دغو بریدونو کې يې ۵۰۵ کسان وژلي دي.
دغه رپوټ د سولې او اقتصاد انسټېټیوټ له خوا هرکال خپرېږي. له ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۶ زیږدیز کال پورې د دغه بنسټ د رپوټونو له مخې په افغانستان کې نېږدې ۲۷ زره او ۳۰۰ کسان په ترهګریزو بریدونو کې قرباني شوي.