Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: امنیتي ستونزې پر یوې ډلې، ټولنې او پښت پورې تړاو نلري

د هېواد ولسمشر، اشرف غني کابل کې د یک شنبې ورځې بریدونو په غبرګونکې چې کابل او بغلان کې وشول، وویل چې د امنیتي ستونزې پر یوې ډلې، قوم او ټولنې پورې تړاو نلري.

ده دوشنبې ماښام( د غويي پر ۳مه) خبریالانو سره په خبري ناسته کې له علماو، مدني ټولنې فعالانو او خبریالانو غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې سره یو ووسي.

ده همداراز وویل:«دلته ملي اجماع ته اړتیا ده؛ امنیتي ستونزې نه پر یوه ځانګړې قوم پورې تړاو لري، نه پر ځانګړې ډلې. موږ د ۴۰ کلونو نا امنۍ په میراث اخیستې دي. د فکر او عمل په یووالي یې هوارولی شو. نو له همدې کبله پر علماو، مدني ټولنو، خبري او فکري بنسټونو زما غږ دا دی چې راشي او په یوه صف کې سره ودریږي.»

ولسمشر غني وویل چې افغانستان دوه مهم بنسټيز بهیرونه مخکې لري او ترهګر غواړي چې له خپلو بریدونو سره افغانستان دې موخو ته ونه رسیږي.

ده ترهګرو ته خبرداری ورکړی چې هېڅ کله به په شا نشي، ښاغلي غني همداراز زیاته کړه:«ځکه چې دوه مهم بهیرونه، ټاکنې او سوله ده، د افغانستان دښمنان به زموږ د موخو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي او دلته موږ باید چې رڼښت ولرو چې په شا نه ځو. که دوی فکر کړی وي چې په خپلو دې کارونو سره به زموږ فکر منحرف کړي او یا به مو په شا کړي، نو په خپل دې سوچ کې دې بدلون راولي.» 

ولسمشر غني کابلکې د تېرې یک‎شنبې د برید قربانیان د ولسواکۍ لارې «شهیدان» وبلل او زیاته یې کړه چې دوی د اساسي حق د کارونې لپاره په نښه شول

شریک یي کړئ