زابل ولایت کې امنیتي سرچینې د پنځو تنو افغان سرتېرو د له وژل کېدو خبر ورکوي.
دا سرچینې زیاتوي چې یاد شمېر سرتېري د زابل ولایت مرکز کلات په اړوند سیمه کې د طالبانو له خوا د هغوی پر پوستو د برید په پایله کې وژل شوي دي.
ویل شوي چې طالبانو په پوسته کې شته وسلې هم له ځانه سره وړې دي.
په زابل کې امنیتي سرچینې وايي چې د برید د عاملینو د له منځه وړلو په موخه یې په سیمه کې د افغان ځواکونو لخوا پوځي عملیات پیل شوي دي.