د جوزجان ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو کې ۳۷ داعش وسلهوال وژل شوي دي.
د یاد ولایت ویاند، محمدرضا غفوري څرګندوي چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه( د کب ۲۵مه) بریدونه کړي او په وژل شویو د داعش ډلې یو مهم غړی هم شامل دی.
دا بریدونه د درزآب په سردرې او مغولو، د قوشتیپې ولسوالۍ په چقمه چقور کلیو کې ترسره شوي دي چې په ترڅ کې یې د داعش درې پټنځایونه همه له منځه وړل شوي دي.
په همدې حال کې د والي ویاند وايي چې له طالبانو سره په نښته کې ۱۲ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
دی وايي چې یاد شمېر داعشیان د بل چراغ او درزآب ولسوالۍ په څنډو کې وژل شوي دي.