په کونړ کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی شاه ولي همت وژل شوی دی.
د کونړ د والي ویاند غني مصمم په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې دغه پېښنه نن له غرمې وروسته یوه نیمه بجه د دغه ولایت په «وټه پور» ولسوالۍ کې شوې ده.
د هغه په وینا، دغه برید هغه مهال رامنځته شوه چې ښاغلی همت د جنازې مراسمو ته د تګ په حال کې وه.
هغه زیاته کړه چې د ځانمرګي بریدګر موخه د ولایت شورا دغه غړی وه.
ښاغلي مصمم همدارنګه وویل چې په دغې چاودنه کې د دین یو عالم هم وژل شوی او د ښاغلي همت یو ساتونکی ټپي شوی دی.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.