د ټولګټو وزارت سرپرست نورګل منګل وايي چې د کابل ښار د کمربندۍ سړک د طرحې او سروې کار پای ته رسېدلی دی او د هغې د جوړولو کار به د آسیايي پراختیايي بانګ او اسلامي پراختیايي بانګ په مرسته ډېر ژر پيل شي.
د دغه سړک د جوړولو سره بار وړونکي موټرونه د ښار مرکز ته د ننوتلو څخه پرته کولای شي د کابل په ښار راوڅرخي.
د ټولګتو وزارت سرپرست وايي چې د کابل کمربندۍ سړک د ۹۵ کیلیومټرو په اوږدوالي سره د چهار آسیاب ولسوالۍ څخه د ارزان قیمت سیمې په لور غځول شوی او د هغې ځای څخه د ماهيپر د تنګي د خولې څخه په تېرېدو سره د نوي کابل ښار په لور په ده سبز کې اوږدوالی مومي چې وروسته له هغې د کابل شمال ته د قلعه مراد بیک په لور غځول شوی دی او پغمان ته رسېږي؛ دغه سړک د پغمان څخه د ارغندې چوک څخه په تېرېدو سره بېرته د کابل چهار آسیاب ته رسېږي.
د ټولګټو وزارت سرپرست نورګل منګل په دې اړه څرګنده کړه: " د مخکې څخه ترسره شوي مطالعې او د دې سړک جوړونه ۳۰۰ میلیونه ډالر لګښت لري، ځکه چې دغه سړک ۶ لینه لري او د هغې ترڅنګ د سړک په څو سیمو کې پرېکوالی رامنځته کېږي او پریکوالي اړین دي او مدرنې ودانۍ پل او پلچکونه به هم جوړ شي."
په ورته وخت کې، د سړک جوړونې کارپوهان د کمربندۍ سړک جوړول د ښاري تګ راتګ د ګڼه ګوڼې او د هوا د ککړوالي د کموالي لپاره ډېر ارزښتمن بولي.
د کابل د پلېتخنیک پوهنتون ښوونکی نذیر احمد نجابي څرګنده کړه: " که دغه سړک جوړ شي تاسو به په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې شاهد ونه اووسئ او د چاپېریال شرایط به هم یو اندازه ښه شي او بالاخره د افغانستان په ټرانزیټ ښه اغیزه لري."
د ټولګټو وزارت د سرپرست په وینا دغه سړک به د ۳۰۰ میلیونه ډالره په لګښت په معیاري توګه جوړ شي چې د ښاري تګ راتګ په ګڼه ګوڼې که به د بار وړونکو موټرونو د وخت د ضایع کېدو مخه ونیول شي.
په دې اړه مو اندونه