د هېواد ملي دفاع وزارت نن(شنبې د غويي۱) ادعا کوي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د طالبانو یوه مهم قومندان په ګډون د دې ډلې ۲۱ غړي وژل شوي دي.
یاد وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره زیاتوي چې د افغان ځواکونو دې عملیاتو کې ۱۷ نور طالب وسلهوال ټپيان دي.
دا عملیات تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره کړي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ افغان ځواکونو دې عملیاتو کې د طالبانو له ولکې یو شمېر سیمې بهر کړي دي او د دې ډلې یو شمېر وسلې یې هم ترلاسه کړي دي.
دفاع وزارت افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او د عملیاتو په اړه یې جزئیات هم نه دي ورکړي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.