د ملګرو ملتونو نوي رپوټ چې نن(سېشنبې د غويي۲۵مه) خپور کړی، د افغانستان خکومت لخوا د فساد پر وړاندې د مبارزې نوې ستراتیژي رامینځته کول او د فساد پر وړاندې د مبارزې په اجندا کې د یو شمېر نوښتونو پلي کولو هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو له قوله په خبرپاڼه کې ویل شوي دي:«ملګري ملتونه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د نه ستړې کیدونکو هڅو کلک ملاتړ کوي. ملګري ملتونه په ځانګړي ډول د ملکي خدمتونو د کمیسیون له خوا په لنډ وخت کې د نویو اصلاحاتو د راوستلو او همدارنګه د فساد پروړاندې د مبارزې د عدلي مرکز د ډیرو فعالیتونو له امله، چې د فساد پیچلې قضیې یې څیړلې دي، هڅیدلي.»
ده همداراز زیاته کړې ده:«د فساد پروړاندې د افغانستان مبارزه له ستراتیژۍ تر پلې کیدو" په نامه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د یوناما دویم رپوټ د هغو همکاریو شننه کوي، چې د مدني ټولنې، خپلواکو موسسو او همدارنګه د د حکومت له ټولو دریو اجرایي، مقننه او قضایي قواوو له اړخه تر سره شوې.»
رپوټ کې افغان حکومت ته سپارښتنه شوې ده چې د فساد په وړاندې مبارزه کې د حکومت روانې هڅې باید د ګڼو افغانانو په ژوند اوس هم اغیزناکې وي.
یوناما همداراز اندېښنه څرګنده کړې چې لاهم افغانستان کې د ګڼو ترسره شوو حقوقي او پالیسي اصلاحاتو سره سره، فساد اوس هم د افغانستان د سولې او اوږدمهاله سوکالۍ په لاره کې یو اساسي خنډ دی.