په بلخ ولایت کې یوه ځوان له زړو اوسپنو داسې دستګاه جوړه کړې چې پر مټ یې له کانونو درانه توکي راپورته کېدی شي. روح الله احمدي وايي چې دا دستګاه د سکرو په کان کې د سکرو په استخراج کې ډېره مرسته کوي.
هغه زیاتوي چې د دستګاه جوړلو لپاره یې اویا زره افغانۍ لګولي دي:«د دې دستګاه ځانګړنه دا د ه چې پر کارګرو د کار فشار کموي او د ځمکې په ډېره ښکته برخه کې هم ترې کار اخیستل کېږي. له دې دستګاه سره بار ډېر ژر موټر ته لېږدول کېږي او نو کارګر اړ نه دي چې په دوړو او خاورو کې د کانونو په منځ کې کار وکړي.»
روح الله د خپل دې نوښت انګېره د دره صوف کان کې د کارګرو سخت کار بولي.
دی په دې اړه وايي:«انګیزه راته پیدا شوه چې داسې یو څه جوړ کړم تر څو کارګرو ته کار اسانه شي.»
د بلخ مزارشریف ښار اوسېدونکی، بسمالله وايي:«د دې دستګاه جوړول ډېر ښه کار دی او باید چې موږ ځوانان وهڅوو.»
روح الله احمدي د سمنګانو ولایت د دره صوف ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او اوس مهال د حقوقو او سیاسي علومو محصل دی. دی وايي که اسانتیاوې ورته برابرې شي نو کولی شي پرمختللې دستګاوې جوړې کړي.