Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د فوټبال ۱۵ کلنو لوبډله ازبکستان ته په سفر ولاړه

د فوټبال د ۱۵ کلنو تنکیو ځوانانو لوبډله له خپلو درېیو نړیوالو روزونکو سره  د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په دویم پړوا کې د ګډون په منظور ازبکستان ته تللې ده.

دغې لوبډلې تېر کال د مرکزي اسیا د سیالیو په لومړي پړاو کې لومړی مقام خپل کړی وه او نن هم د دغو سیالیو په دویم پړاو کې د ګډون په پار ازبکستان ته لاړل.

محمدرضا محمدي، حلیم اقا شیرزاد او محمد شریف سروري، د هېواد د فوټبال هغه درې نړیوال قضاوت کوونکي دي چې په دغه سفر کې د هېواد د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلې ملتیا کوي او ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو قضاوت هم وکړي.

د ۱۵ کلنو د لوبډلې روزونکی وحید وحیدي په دې اړه وویل:«دا یو فرصت دی چې موږ وکړای شو ښې تجربې ترلاسه کړو؛ موږ تېره کال په دغو سیالیو کې اتلولي خپله کړه او سږکال هم له ښه چمتووالي برخمن یوو او هیله لرو چې ښه پایله ترلاسه کړو.»

ټاکل شوې ده چې د ۱۵ کلنو فوټبال ملي لوبډلې دا سیالۍ راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ازبکستان په کوربتوب پیل شي.

د هېواد د فوټبال ملي لوبغاړي د یکشنبې په ورځ د تاجکستان په وړاندې لومړنۍ سیالۍ کوي.

دغه راز، د هېواد فوټبال ملي لوبغاړي د همدې زیږدیزې میاشتې په ۲۴مه، ۲۶مه، ۲۸مه او ۳۰مې نېټې د قرغزستان، ایران، ترکمنستان او ازبکستان په وړاندې سیالي وکړي.

د ۱۵ کلنو د فټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا سیالیو کې د دویم ځل ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړه. او ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ازبکستان په کوربتوب پیل شي.

شریک یي کړئ