حسین بخش صفري افغان لوبغاړی چې له ۱۲ ټولګې څخه فارغ شوی، د اقتصادي ستونزو له امله یې زده کړې نیمګړې پاتې دي. هغه نهه کلن و، چې لوبو ته یې مخه کړې.
د ده ستره لاسته راوړنه داده، چې د اسیا سرپټو سیالیو په پنځم پړاو کې یې د سرو زرو مډال ګټلی.
حسین بخش صفري د اسیا په پنځم پړاو تالار دننه سیالیو کې د افغانستان یوازینی لوبغاړی دی چې په یو ۱۳۷۰ کې یې د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې په یوې زیارکښې او بې وزلې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې .
هغه اوس له خپلو پنځو وروڼو پلار او مور سره د کابل ښار په یوې لیرې پرتې سیمه کې ژوند کوي.
حسین بخش صفري چې له ۶ کلونو راهیسې د جدجیستو د ملي لوبډلې غړیتوب لري، د خپل بري راز له سپورټ سره لېوالتیا او له خپل هېواد سره مینه بولي.
هغه زیاته کړه:«د ورځې څلور ساعته تمرین کوم.دوه ساعته در ورځې او دوه ساعته د شپې.»
حسین بخش صفري کله چې په لومړي ځل د افغانستان په استازیتوب په بهرنیو سیالیو کې ګډون وکړ ویې کړای شول چې د پاکستان په لاهور ښار کې د ایران، پاکستان، عراق او کوریا د هېوادونو لوبغاړو ته د ماتې په ورکولو سره د سپینو زرو مډال وګټي او وروسته په خورا ستونزو سره د خپل پلار او ورور په همکارۍ تمرینونو ته دوام ورکړي.
د حسین بخش صفري پلار غلام حسین صفري وویل:«ډېر خوشحاله شوم. اسمان ته والوتم کله چې مې وارېدل حسین د سرو زرو مډال اخیستی.»
حسین بخش چې د اسیا په تالار دننه سیالیو کې ښه وځلېد سربېره پر دې چې د جدجیستو سپورټ کوي، په پهلوانۍ او ازادې مبارزې کې هم پیاوړی لوبغاړی دی او په دغو دوو سپورټي برخو کې یې هم څو مډالونه ګتلې دي.
د آسیا په پنځم پړاو تالار دننه سیالیو کې افغانستان د سرو زرو او سپينو زرو یوه یوه او د برونزو د لسو مډالونو په ګټولو سره ۲۶ ځای خپل کړ.