د فوټبال غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ به نن ماښام(د تلې په ۱۵مه نېټه) کابل کې پیل شي.
ټاکل شوې د رحماني بنسټ افغانستان فوټبال غوره لیګ لومړۍ لوبه کې به د شاهین اسمايي او امو څپې لوبډلې خپل بخت سره وآزمايي.
په همدې حال کې سوداګر، احمد جاوید جیحون د سږني لیګ ګډون کوونکې لوبډلې، له «د میوند اتلانو» مالي ملاتړ وکړ.
دا لوبې هر کال «د یو ملت او یو غږ» له شعار سره کابل کې د اتو زونونو د لوبډلو تر منځ کېږي.
د فوټبال غوره لیګ سیالۍ له لمر تلویزیون او ارمان و اراکوزیا راډیوګانو په ژوندنۍ بڼه خپرېږي.