په آلمان کې مېشت افغان تکواندوکار، محمدحمیرات خپلو سویډني، اتریشي، انګلیسي او فرانسوي سیالانو ته تر ماتې ورکولو وروسته د سرو زرو مډال په غاړه کړ.
دې لوبغاړي له خپلو سیالانو سره په ۶۸ کیلو ګرامه وزن کې لوبې وکړې.
په اروپا کې د افغانستان د تکواندوکارانو کمېټې مسوؤل، احمدشاه فیضي وايي چې دا لوبې په لوړه کچه ترسره شوې چې په نړۍ د تقسیم بندۍ له مخې د ډېرو امتیازونو درلودونکې لوبډلو په دې لوبو کې ګډون درلود.
ښاغلی فیضي زیاتوي چې په دې لوبو کې اسماعیل محمدي د آیټالیا پر وړاندې ماته وخوړه او صمیم جامي له خپل پرتګالي سیال څخه ماته ومنله.
ده وړاندې وویل:«هغه لوبغاړي مو چې نن لوبه لري بریالي شي او خپل هېواد ته مډالونه ترلاسه کړي.»
په دې لړۍ کې به نن جواد لکزايي، سیدحسین خادم او محمد یوسفي لوبه وکړي.
دا لوبې د ۶۰ هېوادونو څخه کابو زر لوبغاړو ګډون کړی دی.