Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پېرو کې اوبیناس اور شیندي د خطر انګازه خپره کړه

د پېرو په موکګوا ښار کې چارواکو د اوبیناس اور شیندي په هکله خبرداری ورکړ.

تېره ورځ (دوشنبې، د جون په درېیمه) په دې اور شنیدي سیمه کې د زلزلې د ثبت او د زرجنو ګازونو له خپرېدو وروسته، د ګواښ کچه له ژېر څخه نارنجي ته لوړه شوه.

د پېرو ځايي چارواکو د سوېلي اوبیناس اور شیندي د احتمالي ګواښونو سره د مخامخ کېدو لپاره چې د جون میاشتې له لومړیو یې ډېر فعالیت ښودلی، د تخلیې پروګرامونه چمتو کړي دي.  

په دغې سیمه کې د ګواښ او خطر کچې له ژېړ څخه نارنجي ته بدلون موندلی. نوی ګواښ په سیمه کې د خلکو ژوند ته د احتمالي خطر څرګندويي کوي.

پېرو د ارام سمندر د (اور کړۍ) په اوږدو کې پروت دی، هغه سیمه چې د زلزلې او اور شیندي د لوړې کچې فعالیتونه لري.

د موکګوا سیمه کې د اوبیناس اور شیندی د دغه هېواد تر ټولو فعال اور شیندی دی. په دغه غره کې د اور شیندي فعالیت په ۲۰۰۶ او په ۲۰۱۹ کلونو کې هم د خطر انګازه خپره کړې وه. هغه مهال هم د دغې سیمې ډېری اوسېدونکي تخلیه او ایستل شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه