Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ګواټیمالا کې د اورشیندي وژل شویو شمېر ۹۹ تنو ته ورسېد

د رویټرز خبري اژانس په وینا، په ګواټیمالا کې د اورشیندي په پایله کې ۹۹ تنه وژل شوي او کابو ۲۰۰ تنه نور لادرکه دي.

د ګواټیمالا ولسمشر هغو سیمو ته سفر کړی چې د اورشیندي له امله زیانمنې شوي دي.

هغه له مرستندویه ډلو څخه د هغو کسانو د لټون د هڅو ستاینه کړې چې په دغې سیمه کې نادرکه شوي دي.

له دې سره په ورته وخت کې، د ګواټیمالا حکومت د پېښې زیانمنو ته یې د اوبو او خوړو مرسته کړې دي.

تراوسه کابو ۲۰۰ تنه نور د اورشیندي تر ایرو لاندې ګیرپاتې دي.

د دغه غره اوه کلي خالي شوي او د دغه اورشیندي بیاځلې فعالیت له لومړي اورشیندي څخه ۴۸ ساعته وروسته د یکشنبې پر ګیهځ رامنځته شو.

د سیمه‎ییزو چارواکو په وینا، د دغه اورشیندي ایرو د فوېګو غره په لمنو کې پراته کلي په بشپړه توګه پوښلي دي.

اورشیندي ته لنډ پروت کلی ال رودېو یو له هغو کلیو څخه دی چې د اورشیندي په ایرو کې په بشپړه توګه خښ شوی دی.

له دې سره په ورته وخت کې، د ګواټیمالا حکومت د پېښې زیانمنو ته یې د اوبو او خوړو مرسته کړې، بلخوا تراوسه کابو ۲۰۰ تنه نور د اورشیندي تر ایرو لاندې ګیرپاتې دي.

شریک یي کړئ