Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسټرالیا لوېدیځ بیت المقدس د اسراییل پلازمېنې په توګه وپېژنده

اسټرالیا لوېدیځ بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژنده. له امریکا، ګواتیمالا او پاراګوای نه وروسته اسټرالیا څلورم هېواد دی چې لوېدیځ بیت المقدس د اسراییل پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني.

د اسټرالیا لومړی وزیر اسکاټ موریسن چې له دې مخکې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندل یې یاد کړي وو، اوس دغه مسله په رسمي توګه اعلان وي.

هغه وايي:«اسټرالیا اوس لوېدیځ بیت المقدس، چې د پارلمان او ډېریو حکومتي بنسټونو ځای دی. د اسراییل د پلازمېنې په توګه پېژني. لوېدیځ بیت المقدس، د اسراییلو پلازمېنه ده. موږ لوېدیځ بیت المقدس ته د خپل سفارت لېږته سترګې په لاره یوو؛ خو کله چې د دغه ښار د وضعیت په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.»

د اسټرالیا لومړی وزیر وايي، تر هغې چې د اسرییل او فلسطین هېوادونو ترمنځ د یوه هوکړه‎لیک پر بنسټ د بیت‎المقدس برخلیک روښانه نه شي، د دغه هېواد سفارت به له تل ابیب څخه ونه لېږدول شي.

خو د موریسن پر دې پرېکړه د اسټرالیا کارګر ګوند له خوا نیوکه وشوه.

د اسټرالیا د کارګر ګوند مشر یل شارټن په دې اړه وویل:«دا د ښاغلي موریسن له خوا یوه سپکوونکی شاته تګ دی. ډاډ نه لرم کله یې چې د سفارت د لېږد مسله اعلانوله واقعاً پوهېدم چې څه وايي. مسله له دې خبرو لویه ده. زما وېره دا ده چې موریسن نه یوازې سیاسي شاته تګ کړی، بلکې اسټرالیا یې د نړۍ په کچه احمقه ښودلې ده.»

د امریکا متحده ایالاتو، تېر زیږدیز کال، لوېدیځ بیت‎المقدس ښار د اسراییل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژنده او خپل سفارت یې هلته ولېږدوه.

له هغې وروسته ګواتیمالا او پاراګوې هم په ورته اقدام لاس پورې کړ، خو  څو میاستې مخکې پاراګوې کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته دغه هېواد له خپلې پرېکړې په شا شو.
 
شریک یي کړئ