اندونیزیايي چارواکي وایي، سورونګ سیمه کې کلیوالي خلکو د تمساح لخوا د یوه سړي تر وژلو وروسته په یوه ساتل شوي پارک کې دوی په چړو، څټکونو او نورو وسایلو شاوخوا ۳۰۰ سمسارې وژلې دي.
د دغه هېواد چارواکي وایي، دغه پیښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې دغو تمساګانو پر یوه کلیوال حمله وکړه او ویي واژه.
د پولیسو افسر، ایمي فینتیرما وايي:« د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۱۳ مه کله چې یو شمېر کلیوال کروندو ته په تلو وو، د سمسارو د فارم د ساتوونکي د مرستې غږ تر غوږو شوی و. خو د کلیوالو له مرستې وړاندې د فارم ساتونکی د تمساح ګانو په برید کې وژل شوی وو.»
د دغه هېواد امنیتي چارواکي وایي، کلیوالو د دوی له اقدام نه وړاندې دغه سمسارې وژلې وې.
فینیرما زیاتوي:« په دغه کلي کې د هغو کلیوالو په وړاندې چې دغه سمسارې یې وژلي، یو لړ ګامونه پورته شوي، موږ د دغه کار د مخنیوي هڅه کړې وه خو کلیوالو وار له مخه دغه تمساح ګانې وژلې وې.«
امنیتي چارواکي زیاتوي، دغه ځای د پاتې شویو تمساح ګانو لپاره مناسب نه دی او له همدې کبله پریکړه شوې چې دغه تمساح ګان باید بل ځای ته ولېږدول شي.
د پولیسو افسر وړاندې وايي:« زما په اند څه مو چې ترسره کړي هغه سم دي، ځکه چې دغه ژوي د انسانانو په میشت ځایونو کې نه ساتل کېږي نو ښه به وي چې ژوي له خلکو لرې په ځنګلونو کې وساتل شي.
یو ۴۸ کلن سړی هغه مهال د دغو تمساح ګانو ښکار شو چې د وښو د ټولولو په پار فارم ته تللی وه. کلیوالوبیا د نوموړي د وژل کیدو په غبرګون کې ۲۸۰ تمساح ګانې له چړې تېرې کړې .