جاپان د دې هېواد په اوبو کې د شمالي کوریا لخوا د بالستیکو توغندیو ویشتنه غندي.
د جاپان لومړي وزیر، شینزو آبه وايي چې شمالي کوریا څلور د لیري واټنویشتونکي توغندي د دې هېواد په اوبو کې ویشتلي دي.
ده زیاته کړې ده چې د ویشتل شویو توغندیو له ډلې درې یې د زر کیلو مټرو واټن په کچ کولو سره د جاپان په انحصاري اقتصادي سیمه کې لګيدلي دي.
دا توغندي دوشنبې پر ورځ د چین پولې ته نیږدې له تونګ چانګري سیمې ویشتل شوي دي.
تر اوسه نه ده روښانه چې شمالي کوریا څه ډول توغندي توغولي، خو ملګرو ملتونو دا هېواد د هستوي ټکنالوژۍ له ازموینې منع کړی دی.
ویل کېږي چې دا توغندي زر کیلو مټره لیري واټن ویشتلی شي.
مخکې له دې شمالي کوریا د امریکا متحده ایالاتونو او سویلي کوریا ګډو پوځي تمریناتو په اړه ګواښ کړی وه چې په غبرګون کې به یې توغندي وتوغوي.
شمالي کوریا وړاندې تر دې اعلان کړی وه چې د دې هېواد د مشر کیم جونګاون تر نظر لاندې به نوی توغندی وازمایي.
وروسته له دې سویلي کوریا، جاپان او امریکا متحده ایالاتونو د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.