Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان پارلماني او ایالتي ټاکنې پیل شوې

د پاکستان د څلورو ایالتونو ملیونونه خلک د پارلماني او ایالاتي ټاکنو لپاره د رایو مرکزونو ته نن(چهارشنبې د زمري۳مه) روان شول تر څو د خپلې خوښې نوماندانو ته رایه ورکوي.

وروسته له یوې لسیزې چې د پاکستان حکومت د پوځيانو لخوا اداره کېږي، اوس مهال داسې تورونه شته چې پوځ د فساد په تور بند ته د پخواني لومړي وزیر، نواز شریف اچولو سره غواړي تر څو د انصاف ګوند مشر، عمران خان واک ته ورسوي.

عمران خان دا تورونه رد کړي دي.

پاکستان کې سهار کابو اته بجې د رایو ورکړې بهیر پیل شول او د ماښام تر ۶ بجو به دوام ورکړي. د رایو ورکړې پای څو ساعته وروسته به د ټاکنو پایلې څرګندې شي او د پنجشبې شپې دوه بجې به پایلې روښانه شي.

عمران خان د ټاکنیزو ناندرو پر مهال د "یوه اسلامي هوسا دولت" خبره کړې وه چې په کې د بېسوادۍ کچه ۴۰ سلنې ته رسیږي.

خان په مبارزو کې څرګنده کړې وه:«وږد مافیا پر وړاندې ولاړ یوو، دوی په دې هېواد کې پېسې ترلاسه کوي او هغه بیا بهر ته وړي او دا هېواد بیا بدیو کې ډوبوي.»

سیاسي شنونکي په دې باور دي چې دواړه مخکښ ګوندونه، د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف او د نوازشریف مسلم لیګ به ډېرې رایې خپلې نکړي او اړ به شي چې ائتلافي حکومت جوړ کړي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون وايي، ټول هېواد کې یې د رایو پنځه اتیا زره، درې سوه د رایې ورکونې مرکزونه فعال کړي دي.

د راپورونو له مخې د پاکستان ټول نفوس ۲۰۰ ملیونه دی او له دې منځه یو سل پنځه ملیونه کسان د رایې ورکونې پر شرایطو برابر دي.

سیاسي شنونکي په دې باور دي چې دواړه مخکښ ګوندونه، د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف او د نوازشریف مسلم لیګ به ډېرې رایې خپلې نکړي او اړ به شي چې ائتلافي حکومت جوړ کړي

شریک یي کړئ